ښوونه او روزنه

انجينير محمد خان: د هلمند پوهنتون ځمکه به ډېر ژر تثبیته او ګټې اخیستنې ته چمتو شي

-کابل باختر د وږي  اتمه :
د هلمند پوهنتون رئيس پوهنیارمحمد سورګل عبدالرحمن د اجرائيه ریاست له لومړي مرستيال انجینیر محمد خان سره د هلمند پوهنتون د یو شمېر ستونزو په اړه خبرې وکړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هلمند پوهنتون رئیس د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال څخه هيله وکړه چې د وزیرانو په شورا کې د هلمند پوهنتون د ځمکې د تثبیت په اړه خبرې وکړي چې یاده ستونزه حل شي.
د هلمند پوهنتون له رئیس سره ددغه پوهنتون د ښوونې او روزني پوهنځي رئیس نور احمد او د پوهنتون اداري مرستيال محمد آغا فیاض يې ملتیا کوله د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال څخه يې وغوښتل چې د ځمکې له تثبیت وروسته د هلمند پوهنتون د تاسیساتو په رغولو کې د نړیوالي ټولنې او حکومت د مرستو په جلب کې مرسته وکړي.
لومړي مرستيال د دوی د ستونزو تر اوریدو وروسته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به دغه ستونزه په بنسټيزه توګه حل کړي او زیاته يې کړه چې د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د علمي تاسیساتو په رغولو سره ټولو هېوادوالو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته