امنیت

په کندزکې د طالبانو يوه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٨

يوه درې ويشت کسيزه ډله وسله وال طالبان په کندز ولايت کې له جګړې لاس واخيست او د سولې له بهير سره يوځاى شول.

دغه طالبان د شيخ ظاهر په مشرۍ د کندز ښارته څېرمه په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.

د سولې له بهير سره په يوځاى شويو طالبانوکې يوه کوچنۍ ماين جوړونکې ډله هم شامله ده.

د کندز والي محمد عمر صافي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ٢٣ تنه په سپکو او درندو وسلو سره د ملي امنيت د ادارې له لارې د سولې له بهير سره يوځاى شول .

د طالبانو د دغې ډلې مشر شيخ ظاهر د هغه څه له امله چې د دولت او د خپلو خلکو په وړاندې کړي دي؛ پيښماني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې وروسته له دې به د خپل هيواد د امنيت د تامينولو او د بيارغاونې په لاره کې هلې ځلې وکړي.

دکندز والي عادي ژوندانه ته د دغو ٢٣ تنو طالبانو يوځاى کيدل د ښه امنيت د تامينولو په لاره کې ازرښتناک وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته