امنیت

په ارغستان کې ۳۵ وسله وال ووژل شول

قندهار باختر د مرغومې ۴ مه
د قندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې پنځه دېرش تنه وسله والو مخالفان ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي چې افغان ځانګړو ځواکونو په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو پټنځايونه په نښه کړي چې په ترڅ کې يې د طالبانو د مهمو قوماندانانو په ګډون پنځه دېرش تنه وسله وال وژل شوي دي.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ مسولينو د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات ترسره کړل.
سرچينه وايي چې په ترسره شويو عملیاتوکې ٣٥ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي، خو افغان ځانګړو ځواکونو ته د سر کوم زیان نه دی اوښتی.
په ارغستان ولسوالۍ کې په داسې حال کې چاڼيز علمیات ترسره کېږي چې، څو ورځې مخکې د ميوند ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ د موټر بم بريد له مله اوو تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته