ټولنه

د سږنۍ کال له وچکالۍ سره سره بیا هم د قندهار د انارو له بڼونو څخه ۱۵۰ زره ټنه حاصلات راټول شوي دي

قندهار باختر د لیندۍ ۶ مه
د قندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې سږ کال د بېلا بېلو مرسته کوونکو ادارو په همکارۍ له ۶۰۰ تر ۷۰۰ ميليونو افغانيو پورې پروژې عملي شوي دي خو بیا هم سږنۍ وچکالي زیات شمېر بزګران زیانمن کړي دي.
دوی وايي سږ کال که څه هم تر ډېره حده پورې د اوبو د کمښت ستونزه موجوده وه، خو بيا هم د قندهار انار د کيفيت او کميت له مخي ډېر ښه وو؛ کروندګرو له بېلابېلو لارو خپل بڼوڼه اوبه کړل او د انارو حاصلات يې د پخوا په څېر ښه وساتل.
د کرنې اوبولکولو او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، سږ کال په قندهار کې له بڼونوڅخه ۱۵۰ زره ټنه انار تر لاسه شوي، چې تر دې مهاله پاکستان، هند، دوبۍ او ايران ته صادر شوي دي.
د کرنې اوبولکولو او مالدارۍ رئيس سيد حافيظ الله سيدي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل، چې د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د قندهار  انارو ډېر حاصلات درلودل او د انګورو حاصلات هم تر انارو کم نه وو.
سیدي زیاتوي چې د قندهار کمو اوبو ته په کتو دلته د پستې د نيالګيو پر ايښودلو په شدت کار روان دی؛ ځکه پسته د کمو اوبو په شتون سره هم ښه وده کولای شي .
د کرنې د رئیس په خبره په قندهار کې تر دې مهاله د پستې ۳۰۰۰ جريبه بڼونه جوړ شوي دي،چې حاصل ته په رسیدو سره به یې هر بزګر د کال په اوږدو کې له خپل بڼ څخه یو نیم مېلیون افغانۍ عاید ترلاسه کړي.
خو په ورته مهال بیا د قندهار بزګران وايي چې د کرنې ریاست مرستې غیر عادلانه ویشل کېږي چې له امله یې د دوی فصلونه او بڼونه هر کال  د بېلابېلو  مرضونو له امله یا خو بیخي له منځه ځي او یا هم کم حاصلات ورکوي.
دوی د کرنې له رياست څخه غوښتنه کوي چې مرستې دې په خپل وخت په مستحقو کسانو ووېشي ترڅو یې په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.
په قندهار کې زعفران د کوکنارو بل ښه بديل دی، زعفران هم ډېرو اوبو ته اړتيا نه لري، خو ګټه یې ډېره زياته ده؛ څو ورځې وړاندې په قندهار کې د ۶ـ ۱۱ ملي متره پورې باران شوی، چې تر يوې اندازې پورې یې کرکیلې ته ګټه کړې ،خو د مسوولینو په وینا په دغه ولایت کې د اباد کال لپاره ۱۸۰ ملي متره باران ته اړتيا ده.
قندهار د افغانستان په جنوب لويديځ کې پروت ولايت دی، چې زيات شمېر وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ په دغه ولايت کې سږنۍ وچکالي او د اوبو کمښت هغه ستونزې دي، چې بزګرانو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته