سیاست

دايران دکورنيو چارووزير دافغانستان دمهاجرينو دراستنولو دچارو له وزير سره په ايران کې دافغان مهاجرينو دستونزو په باره کې خبرې وکړې .

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :
دايران داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي پرون دسيمه ئيزو اقتصادي همکاريو دسازمان  ريکا  په شپږمه غونډه کې دګډون په مقصد کابل ته راورسيد . او دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دمهاجرينو دراستنولو دچارو  دوزير له خوايې هرکلى وشو .
دباختراژانس دخبر له مخې دافغانستان داسلامي جمهوريت دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير سيد حسين عالمي بلخي  دايران دکورنيو چارو  له وزير سره  په کتنه کې  په ايران کې په ميشتو افغان  مهاجرينو پورې داړوندو مسئلو  په باره کې خبرې وکړې .
  په دې کتنه کې دواړو لورو دافغانستان ، ايران او دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ  د هغه درې اړخيز موافقه  ليک داجرا کيدو په اړوند چې څه موده مخکې په ايران کې  دمدرک نه لرونکو ميشتو افغانانو دقانونمند کيدو په اړوند  لاسليک  شوى و ټينګار وکړ او وپټيل شوه چې ددواړو لورو يو تخنيکي ټيم دې په دې برخه کې خپل کار په عملي توګه پيل کړي .
دغه راز  په دې کتنه کې دافغانستان دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير او دايران دکورنيو چارو وزير په ايران کې دمدرک نه لرونکو ميشتو افغانانو دقانونمند کيدو په اړوند خبرې وکړې  او وپتيل شوه چې ددواړو هيوادونو دکارپوهنې ټيم دې سر له سبا دمدرک  نه لرونکو افغانانو دثبت او راجستر  کيدو لپاره  ګډه طرحه برابره او په دې برخه کې دې ګډه نظر يه وړاندې کړي.
دواړو لورو ژمنه وکړه چې په دې برخه کې ددواړو هيوادونو دنظريو دهمغږي او په مهاجرت پورې داړوندو مسئلو په باره کې دافغانستان او ايران خبرې دوام ومومي .  ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې په ايران کې دمدرک نه لرونکو افغانانو د قانونمند کيدو په باره کې  دافغانستان او ايران ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته