سیاست

يوسف نورستانى: د انتخاباتوخپلواک کميسيون له سياسي لوبو لرې وساتئ

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس له دولت څخه وغوښتل چې دغه کميسيون دې له سياسي لوبو لرې وساتي او د انتخاباتو د ترسره کولو نيټه وټاکي.

د باختر آژانس د خبرله مخې :

احمد يوسف نورستاني چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ دغه غوښتنه طرحه کړه او په هيوادکې د پارلماني انتخاباتو په ترسره کولو يې ټينګار وکړ.

ښاغلي نورستاني چې خبرې يې ترخې وې؛ د انتخاباتو د ترسره کولو دنده د انتخاباتو د خپلواک کميسيون کار وباله او هغه يې د دغه کميسيون واکونه وبلل او دغه راز خبر دارى يې ورکړ چې هيڅوک نه شي کولاى د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مسوولين ګوښه کړي.

ده څرګنده کړه چې د کميسيون کميشنران د شپږو کلونو لپاره انتخاب شوي دي او هغوى د قانون له مخې خپلو دندوته دوام ورکوي.

نورستانى وايي چې د کميسيون کميشنران د قانون له مخې د خپلو کارونو د مودې تر بشپړيدو پورې خپلو دندوته دوام ورکوي او څوک نه شي کولاى هغوى لرې کړي؛ خو دا چې قانون تر پښو لاندې شي.

نورستاني وويل چې دولت بايد د انتخاباتو خپلواک کميسيون له سياسي لوبو لرې وساتي او پرځاى يې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو په فکرکې وي.

محمد يوسف نورستاني ټينګار وکړ: که چيرې نړيواله ټولنه له دغه بهيرسره همکاري وکړي او يا و نه کړي؛ دا د افغانستان د دولت مکلفيت دى چې د هغه لګښت تامين کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رييس څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په افغانستان کې تېر انتخابات چې د دې ترڅنګ چې له تقلب ډک، جنجالي او سالم مديريت يې نه درلود؛ زيات لګښتي هم و چې د لګښت زياته برخه د دغه کميسيون د کارکوونکو معاشونوته ځانګړې شوې وه.

خو يوسف نورستانى وايي: د انتخاباتو زيات توکي له بهر څخه دغه کميسيون ته وارديږي او که چيرې په افغانستان کې برابر شي؛ د انتخاباتو لګښت له ١١٧مليونو ډالرو څخه ٦٣ مليونو ډالروته به کمښت ومومي.

له بله پلوه يوسف نورستاني خبردارى ورکړ: که چيرې د انتخاباتي نظام د اصلاح کميسيون چې نوى جوړ شوى دى؛ له قانون سره سم کار ونه کړي؛ د دغه کميسيون د کار نتيجې به دوى ته د منلو وړنه دي.

نورستاني د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې د قانون درناوى وکړي او د انتخاباتو په قانون کې د بدلونونو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سياستوال، د مدني ټولنې فعالين او يو زيات شمېر خلک د انتخاباتو خپلواک کميسيون يو ناکام مرکز بولي او په دغه کميسيون کې د اصلاحاتو په راوړلو ټينګار کوي.

د انتخاباتي نظام اصلاح د ملي وحدت د جوړولو لپاره يو مخکښ شرط و. خو د نورستاني له خبروجوتيږي چې دى د دغه کميسيون له جوړولو څخه خوښ نه دى؛ د همدې دليل له مخې يې تنده لهجه يې غوره کړې ده.

د يادونې وړ ده چې د انتخاباتو نظام د اصلاح کميسيون د انتخاباتي نظام د اصلاح لنډمهالې او اوږدمهالې طرحې برابرې کړې دي او په دغوطرحوکې د پوهانو او د مخوروکسانو د نظريو په راټولولو بوخت دى.

ټاکل شوې ده دغه طرحې راتلوونکې اوونۍ د ملي وحدت د حکومت مشرانو ته وسپارلې شي. ښايي په دغه طرحه کې د انتخاباتو په خپلواک کميسيون کې په کادري اصلاحاتو هم ټينګار وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته