ورزش

په نړيوالو سياليو کې دسنوکر دافغان لوبغاړو برياليتوب .

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه
دافغانستان دسنوکر ملي ټيم خپلې لومړۍ سيالۍ  دعربستان ، سريلانکا اودهند په وړاندې په دريو برياليتوبونو سره پيل کړې .
دباختراژانس دخبر له  مخې ،  په دغوسياليو کې چې د اتلسو هيوادونو په ګډون داګست دمياشتې  له شپږمې نيټې څخه دپاکستان په کراچۍ ښار کې پيل شوې دي زموږ دهيواد دسنوکر لوبغاړو صالح محمد ديوې په وړاندې په څلورو سره دعربستان په ورزشکارانو ، رييس خان دصفر په وړاندې په څلورو سره دسريلانکا په ورزشکار  او محمد نادر ددريو په وړاندې په څلورو سره په هندې ورزشکار بريالي شول .
دغه ورزشکاران  په خپلو دويمې  سياليو کې دهندوستان ، مصر اودمتحده عربي اماراتو له ورزشکارانوسره  لوبې کوي  ، صالح محمد له هندي  ورزشکار ، رييس خان له سريلانکايي  ورزشکار او نادر داماراتو له ورزشکار سره لوبې کوي .
ويل کيږي  چې  دسنوکر دنړيوالې  اتلوالۍ دغه سيالۍ شپږ باله دي چې ديوې اوونۍ لپاره  دپاکستان  په کراچۍکې  پلان شوى دى .
  په دغوسياليو کې له افغانستان څخه دريو تنو ورزشکارانو ،  يوه ښوونکي اويوه هيئت ګډون کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته