سیاست

جمهور رئیس غني : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دچاروموثریت باید زیات شي

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي یان کوبیش سره په ارګ کې، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ښاغلي یان کوبیش په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې په موخه د ځانګړې ادارې جوړولو، سیاسي ارادې او عملي اقداماتو  په برخه کې د حکومت اقدامات او هڅې وستایلې.
نوموړي وویل، د سفر موخه یې په افغانستان کې  د یوناما په ګډون د ملګرو ملتونو ادارو د کار او فعالیت په اړه ستاسو د وړاندیزونو او نظریاتو اورېدل دي.
جمهور رئیس غني د ښې حکومتولۍ، د بې وزلې د له منځه وړلو، فساد سره د مبارزې او نورو برخو کې د ملګرو ملتونو مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، په یادو برخو کې شته ستونزو ته په پام لا ډېر کار او مرستو ته اړتیا ده.
جمهور رئیس وویل، موږ په وار وار ویلي دي چې افغانستان له نا اعلام شوي جنګ  سره مخامخ دی او ملګري ملتونه باید له ډيپلوماتیکو لارو  د دغه نا اعلام شوي جنګ په ودرولو کې خپل رول ولوبوي کړي.
جمهور رئیس وویل، د جنګ او ستونزو باوجود حکومت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او موږ  هره ورځ پر افغانستان د تپل شوي جنګ د مدیریت او د امنیت او ثبات د تامین تر څنګ خپلو خلکو ته د ارام او سوکاله ژوند د برابرولو عملي کوښښونه کوو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ملګري ملتونه دې د خپلو لومړیتوبونو په لړ کې په افغانستان کې له خپل ماموریت څخه د مطلوبو پایلو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان ستونزو او اړتیاو ته په پام پالیسۍ ترتیب او د افغانستان له حکومت سره شریکه کړي.
محمد اشرف غني وویل، افغانستان لا هم  د  ملګرو ملتونو همکارۍ ته اړتیا لري، خو د چارو د موثریت او ښه والي لپاره باید د دوی د ماموریت او مرستو اوسنی حالت په اساسي توګه بدلون ومومي.
د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش وویل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت او چارو د لا ښه والي په موخه به د جمهور رئیس  وړاندیزونه او نظریات  د ملګرو ملتونو سرمنشي سره شریک کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته