اقتصاد

دمالیې وزارت د دولتي ادارو په کچه هېواادوالو ته د اطلاع ورکولو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ

کابل باختر د تلې پنځمه :
د مالیې وزارت د عامه اړیکو ریاست د دولتي ادارو په کچه هېواادوالو ته د اطلاع ورکولو، په خپل ویب سایټ او نورو ټولیزو رسنیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون سره سم  د معلوماتو خپرولو په برخه کې لومړی مقام خپل او د اطلاع ورکولو طلایې کيلي یې تر لاسه کړه.
په دې اړه غونډه چې نن د تلې میاشتې په ۵ مه نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په ویاړ د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، دولتي چارواکو، د دولتي ادارو ویندویانو، د رسنیو مسؤلینو او د مدني ټولنو استازېو په کې برخه اخیستې وه.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ښاغلي سید اکرام افضلي، د غونډې په پرانیستې وینا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې د مبارکۍ تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې موږ د دې قانون د پلي کېدو په اړه په دولتي ادارو کې هر اړخیزه سروې وکړه، چې په پایله کې یې د مالیې وزارت وکولی شول لومړی مقام ترلاسه کړي.
نوموړي د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزي، ته د لومړي مقام ګټلو د مبارکۍ تر څنګ د اطلاع ورکولو طلایي کلي هم  ورکړه.
د مالیې وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحیمزی، د یاد کمېسیون له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه کوي، چې د مالیې وزارت د رهبرۍ مقام له لارښوونې سره سم اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون به په بشپړه توګه پلي کوي او هڅه به وکړي چې له نورو لارو هم هېوادوال د دې وزارت په کړنو او لاسته راوړنو خبر کړي.
مالیې وزارت په تېرو دریو کلونو کې خپلو هېوادواولو ته د مرکو، ګردي میزونو، ټولیزو رسنیو په ځانګړې توګه د ویب سایټ او په مستقیمه توګه ددغه وزارت له کړنو او لاسته راوړنو څخه پوره، کره او په وخت معلومات وړاندې کړي دي، چې ددغه  سروې هم په همدې برخو کې ترسره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې دمالیې وزارت ددغه قانون د ۷۱ سلنې په پلي کېدو او ۱۳۰ نمرو په اخیستلو سره لومړی مقام، د کلیودبياجوړولواو پراختیا وزارت دویم او د عامې روغتیا وزارت درېیم مقامونه خپل کړل.ختم_ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته