سیاست

فضل الهادي مسلميار د اروپاداتحاديې له رييس سره وکتل

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢١ :
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دچارشنبې په ورځ دافغانستان له پوليسو اوعدلي ارګانونو سره دهمکارى په برخه کې د اروپا د اتحاديې له رييس ښاغلى کارل اکي روغي اوله ملګرى هيئت سره يې د ملي شورا په مقر کې وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې ښاغلى روغي په افغانستان په تيره بيا دپوليسو د روزنې اودهيواد دقضايي نظام دپياوړتيا په برخه کې د اروپا د اتحاديې دهمکاريو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: تر ٢٠١٤کال پورې دافغان پوځيانوته د امنيتي مسووليتونوسپارل يوښه زيرۍ دى چې هغوى په برياليتوب سره د خپل هيواد امنيتي مسووليتونه په غاړه واخلي .
ده ډاډ ورکړ چې د اروپا اتحاديه په خپلو ژمنو ولاړه ده او د سراسري امنيت ترتامينولو دپوليسو ترمسلکي کولو او د افغانستان د بنسټونو تربيا رغاونې او جوړولو پورې به خپلو اوږدمهالو همکاريو ته دوام ورکړي.
دمشرانوجرګې رييس  فضل الهادي مسلميار په بېلابېلو برخو په تېره دهيواددملي پوليسو د تمويلولو، سمبالولو  او روزنې په لاره کې د اروپا داتحاديې د هميشنيو همکاريو له امله د مننې دڅرگندولو په ترڅ کې وويل چې په تېرو لسوکلونوکې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د دولت په هڅو اوهاند سره زموږ ملي پوليسو ستربرياليتوبونه ترلاسه کړي دي او وکولاى شول د وسله والو مخالفينودبريدونو په شنډولو اودامنيت په تامينولوکې اغيزمن ګامونه واخلي.
مسلميارهيله وکړه چې نړيواله ټولنه په تېره بيا د اروپا اتحاديې پخوا زيات، په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره همکاري وکړي او د هيواد امنيتي ځواکونه  په مدرنو اوپرمختللو وسايلو سمبال کړي چې دغه ځواکونه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته خپلې امنيتي دندې په ښه توګه ترسره کړي .
په پاى کې دسنامجلس او د اروپا داتحاديې سوغاتونه په داسې حال کې اړوندو لوروته ورکړى شول چې دمشرانو جرګې د نړيوالوچارو د کميسيون رييس عارف الله پښتون  ځينو سناتورانو  او د د ارالانشا لوى رييس هم ګډون کړي و.
دغه راز دمشرانو جرګې دويم نايب رفيع الله ګل افغان ، د  آريانا افغان هوايي شرکت  له لوى  رييس او تجارتي رييس سره وکتل .
په دې کتنه کې ددغه شرکت رييس نصيراحمد حکيمي ددغه شرکت د هوايي  خدمتونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې ددغه شرکت د هند په ګډون د نړۍ اووه هيوادونو ته په ورځ کې له څلورو څخه تر پنځو پورې الوتنې کوي.
ده د چين ولسي جمهوريت ته ددغه شرکت د الوتکو د الوتنو د ځنډيدو علت د سپرليو کمښت وباله او زياته يې کړه: د چين جمهوريت ته زياتره غوښتوونکي سوداګر دي اوکه چيرې ملي سوداګر حاضر وي؛ د يوسلو شلو څوکيو کرايه ورکړي، دغه هيواد ته الوتنې به بيا پيل شي .
دسنامجلس دويم نايب ددغه شرکت دکړو وړو له امله  له تاريخي لرغونتيا سره يې وستايل او ژمنه يې وکړه چې په بېلابېلو برخوکې به له دغو شرکت سره همکاري وکړي او هم له ملي سو داګرو سره په ګډه غونډه کې به ددغه شرکت دالوتنو دبيا پيل کيدو په باب دچين د ولسي جمهوريت له مقاماتو سره خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته