ورزش

دهېواد دکرکټ دملي پوشانو ټيم داته اويا منډو په توپير سره دسکاتلند ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د  چنګاښ  اتلسمه :
دسکاتلند دکرکټ ملي ټيم دهېواد دکرکټ  دملي  ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .
دباختراژانس دخبر له مخې  دافغانستان او سکاتلند  دکرکټ دملي ټيمونو ترمنځ پرون په سکاتلند  کې  پنځوس اوريزه لوبه  ترسره  شوه  لومړى دهېواد دملي پوشانو ټيم لوبه پيل کړه او اووه ديرش  اعشاريه اوه اور اويوسلو اته اويا منډې ترسره کړې .
دسکاتلند دکرکت ملي ټيم په اته ويشتم اور کې او دټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره  وکولاى شول سل منډې ترسره کړي او  داته اويا منډو  په توپير سره دهېوا دملي پوسانو دکرکټ ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .
ټاکل شوې ده دهېواد دکرکټ ملي ټيم تر نورو دريو ورځو پورې دايرلند له ټيم سره لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته