نړۍ

دغزې دتړانګې په جګړه کې يوولس خبريالان ووژل شول .

غزه  باختر د زمري يوولسمه :
  دغزې په تړانګه کې ديو بل خبريال په وژل کيدو سره دصهيونستي  رژيم دوحشيانه بريدونو په بهير کې دوژل شويو خبريالانو شمير يوولسو تنو ته ورسيد .
دايرنا دخبر له مخې، دفلسطين يوه طبي مقام تير ماښام اعلام وکړ چې دغزې دجنوب د رفح په ښار کې دصهيونستي  پوځيانو په بريد کې دعبدالله فحجان په نامه ديوه خبريال په شمول  څلور تنه شهيدان شول .
ددغه خبريال په وژل کيدو سره  په غزه کې  داسرائيلو دبريدونو په بهير کې  دوژل شويو  خبريالانو شمير يوولسو ته لوړ شو .
له بلې  خوا يو شمير نور کسان هم درفح  دخربه العدس په سيمه کې داسرائيلو  په هوايي  بريدونوکې ټپيان شول . 
صهيونستي  رژيم پرغزې  دخپلو بريدونو په بهير کې  دټولو نړيوالو قوانينو اومقرراتو  او داخلاقي  او انساني اصولو په تر پښو لاندې کولو سره دغزې بې وزله خلک دځمکې ، هوا او سمندر له لارې دبريدونو موخه ګرځولي دي .
پرغزې  داسرائيلو دپنځه ويشتو ورځو بريدونو په تيريدو سره دفلسطين  مبارز ملت دپخوا په څير په مقاومت اوميړانه دهغو په وړاندې ولاړ دي اوخپله روحيه يې ساتلى او دصهيونستي  رژيم پوځيانو ته يې ستونزې پيداکړي  دي.
اسرائيلو دروان کال دچنګاښ دمياشتې په  اوولسمې دسه شنبې  له ورځې  راپديخوا په غزې هوايي بريدونه پيل کړي دي .
دغزې تړانګه په  ٤٠ کيلومتره اوږدوالي او ١٠ کيلومتره سور سره دمديترانې  په سمندرګي کې پرته ده چې مصر او اسرائيلو سره ګډه پوله لري په دې سيمه کې يومليونو اووه سوه زره  تنه  ژوند کوي .
اسرائيل   دفلسطين  دبې ګناه خلکو دوژنې او دجګړې دپاى ته رسولو لپاره  دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا له غوښتنو سره سره  خپلو بريدونو ته دوام ورکوي او تراوسه  دغزې  څه ناڅه ١٦٠٠ تنه اوسيدونکي وژل شوي او نهه زره  تنه ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته