نړۍ

دسره صليب دکميټې يو کارکوونکي په يمن کې وتښتول شو

صنعا اسوشتدپرس  دثور دمياشتي دريمه :

ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په يمن کې  دسره صليب دنړيوالې  کميټې  يو فرانسوي مامورتښتولى دى.

داسوشتدپرس   دخبري اژانس  دخبرله مخې، دغه فرانسوي مامور تيره شپه دسره سمندرګي دهوديدابندر ته څيرمه   وتښتول شو اوتراوسه پورې ددغې تښتونې ادعا  چا نه ده کړې .

 دسره صليب نړيوالې کميټې ويلي دي  چې تراوسه پورې  دتښتوونکو له خوا ددغه مامور دخلاصولو  په بدل کې کومه غوښتنه نه ده شوې .خوددغې کميټې ديوې اعلاميې په ترڅ کې دده دسملاسي ازادي غوښتنه کړې ده.

ويل کيږي چې دتښتولو په وخت کې دوه تنه يمني موټرچلوونکي هم له دغه فرانسوي تبعه سره ملګري و چې په ښکاره  له تښتونې څخه څودقيقي وروسته ازاد شوي دي .

ديادونې وړ ده چې دباج اخيستنې په خاطرپه يمن کې تښتونې معمولى   دي.

تيره اوونۍ هم دالقاعده شبکي اعلام وکړ چې دوى دسعودي عربستان يو ديپلومات تښتولي دى  چې دهغه دازادي په بدل کې  ددغه هيواد له جيل څخه  ددغې ډلې دتندلارو دخلاصون غوښتنه کوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته