ټولنه

له جلال آباد ښارڅخه د ګرځنده پلورونکو د ټولولو لپاره هلې ځلې

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٤ :    
دننګرهار ولايت دمرکز جلال آباد ښار له واټونو څخه دګرځنده پلورونکو دټغر  د ټولولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دغه کمپاين  پرون  د جلال آباد د ښاروالۍ له خوا پيل شوى او دوام لري.
په دې کمپاين کې ټول ګرځنده پلورونکي او د دکاندارانو توکي چې له دکان څخه بهر په پلويو لارو او واټونوکې ايښودل شوي دي؛ لرې کړاى شوي دي.
د جلال آباد ښاروالۍ يوه مسوول عبيدالله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کمپاين په لومړۍ ورځ دوى د ښار ځينې برخې، واټونو او پلې لارې له ګرځنده پلورونکو څخه پاکې کړې دي.
ده وويل؛ دغه کمپاين په ښارکې د نظم او پاکۍ د رامنځته کولو او دغه راز د خلکو د تګ راتګ لپاره  د آسانتياوو د برابرولو په مقصدپيل شوي او دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته