ټولنه

د کابل – جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۱۴ مه
د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې د ګډو افغان ځواکونو له لورې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات د روانې میاشتې په اوومه نېټه پیل شوې چې په ترڅ کې یې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي او شپاړلس واړه او لوی کلي هم د وسله والو له شتون څخه په بشپړ ډول سره پاک شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته