نړۍ

په سوريه کې دراکټي بريد له ا مله اووه تنه ووژل شول .

دمشق باختردوري٢٨
دسوريې د حمص ولايت د مرکزي سيمې په يوه کلى کې نن سهارددولتي ځواکونودراکټي بريد له امله څه ناڅه اووه تنه  ووژل شول.
په لندن کې دسوريې دبشر دحقوقو مدافع وايي چې دغه بريد دبوويدا په ختيځ کلي کې وشوچې ماشومان هم په قربانيانو کې شامل دي
دروغتون يو مامور دڅرګندونو له مخې، د دولتي ځواکونو اوياغيانو ترمنځ په دې سيمه کې سخته جګړه شوې ده
په رارسيدلو خبرونو  کې ويل شوي دي چې د٢٠١١ ميلادي کال دمارچ له مياشتې را په دې خوا په سوريه کې دجګړو له ا مله څه دپاسه اويا زره تنه وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته