کابل/ د کب ١٣ مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني غزني ته په سفر کې د دغه ولايت له ملکي او پوځي مسوولينو، مخورو او ديني عالمانوسره وکتل.
په دې کتنه کې دغزني والي محمد اسحق آخندزاده د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل.
په ورته مهال د کورنيو چارو سرپرست د غزني د ځايي مسوولينو فعاليتونه وستايل اوله ولس سره يې د ښه چلند په اړه ورته لازمې لارښونې وکړي.
هغه زياته کړه، چې مسوولين او مجاهدين بايد د ولس ستونزو او مشکلاتو ته په خپل وخت رسيدګي وکړي.
د يادونې وړ ده چې د کورنيو چارو سرپرست د دې سفر په بهير کې د غزني ولايت لرغوني او تاريخي زيارتونه هم وکتل.
\ ذ