کابل باختر دتلې اتمه
څه ناڅه ١٠٠ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې ووژل شول او کابو ١٠٠ تنه نوريې ټپيان شول .
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو يرغلګرو نن سهار وختي د څلورو بجو په شاوخواکې د اچين ولسوالۍ په امنيتي او سرحدي پوستو يرغليز بريدونه پيل کړل چې د ګډو امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
شيرزاد زياته کړه چې هوسا او کومکي قوتونه د اچين ولسوالۍ ته رسيدلي او د طالبانو په وړاندې يې په مقابلې لاس پورې کړ چې له امله يې کابلو ١٠٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څه ناڅه ١٠٠ تنه نوريې ټپيان شول.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: دڅو تنو وژل شويو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي او جنګي وسايل يې هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
شيرزاد زياته کړه چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه د اچين ولسوالۍ د پاکولو په مقصد د ملي پوليسو ملي اردو، ملي امنيت ، د عامه نظم د پوليسو او د سيمه ييزو پوليسو په ګدون ګډ چاڼيز عمليات پيل شوي دي .
ويل کيږي؛ دغه عمليات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل