سیاست

د ملي امنیت سلاکار په ننګرهار ولایت کې له سیمه يیزو ملکي او نظامي مسوولینو سره ځانګړي ناسته وکړه

 کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٠مه :

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت له لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو سره د امنیتي وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړه.
دملي امنيت د سلاکار دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د ملي امنیت له سلاکار سره ننګرهار ته د امنیتي سکتور د بېلا بېلو ارګانونو ورغلو استازو هم برخه لرله . په پيل کې د ننګرهار چارواکو په دې ولایت کې د داعش تروریستي ډلې د وروستیو تحرکاتو او فعالیتونو په اړه د ملي امنیت سلاکار ته معلومات وړاندې ګړل او هم یې په بېلا بېلو امنیتي برخو کې د یو شمېر ستونزو او غوښتنو یادونه وکړه . د ملي امنیت سلاکار د داعش تروریستي ډلې په ځپلو له ټینګار سره وویل، چې ننګرهار ته به یې له دې سفر سره د ټولو تروریستي ډلو پرضد د ولسي قوتونو او ملي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته او په دې ډول به د تروریستانو په مقابل کې اقدامات لا پياوړي شي . ښاغلي اتمر دغه راز په دې غونډه کې بېلا بېلو امنیتي چارواکو ته په اړوندو کاري برخو کې یې په ننګرهار کې د تروریستانو پر ځپلو سربېره د جنایي او نورو پېښو د مهارولو لپاره هم لازمې سپارښتنې وکړې . د یادونې وړ ده، چې په دې سفرکې د ملي امنیت له سلاکار سره د ملي امنیت د لوی ریاست د ولایتي چارو مرستیال عبدالمتین بیګ، د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد ، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو لوی قومندان لوی پاسوال محمد سالم احساس او د ملي امنیت شورا د دفتر یو شمېر مسولینو ملتیا کوله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته