امنیت

د غزني د سولې د شورا يو غړى ترور شو

کابل باختردوږي دمياشتې  ٣  :
د غزني و لايت د سولې د شورا يو غړى نن سهار د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له  خوا ووژل شو.
د غزني د والي ويندوى شفيق ننګ دباخترآژانس  خبريال ته وويل: دغزني ولايت د سولې د شورا غړى او قومي مخور ډاکتر محمدغني بهادري چې پخوا يې ددغه ولايت  د ولايتي شورا  د رييس په توګه دنده ترسره کوله؛ په غزني ښارکې په ډزو سره ووژل شو.
د خبرځاى دڅرگندونو له مخې: په دې وروستيو وختوکې په غزني ښارکې جنايي پيښې زياتې شوې دي او هره ورځ  پيژندل شوي کسان  د دغه ولايت په مربوطاتو کې وژل کيږي.
د يوبل خبرله مخې:  يو ماين ښخوونکى په غزني ښارکې  دخپل ماين قرباني شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه سړي کله يې چې غوښتل دسپندي په کلي کې واټ ته څېرمه يو ماين ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته