امنیت

څلور تنه چې په ارګ کې دځانمرګي بريد نيت درلود ونيول شول

کابل باختر دزمري  دولسمه :
دملي امنيت لوى رياست نن دڅلورو تنو ډار اچوونکو دنيولو خبر ورکړ ،
دپيښور په شورا پورې اړوند طالبانو چې دجمهوري رياست په ارګ، دملي دفاع په وزارت او په کابل ښار کې دائتلاف دقوتونو په دوو  بيزونو د ډار اچوونکو بريدونو دترسره کولو نيت درلود دملي امنيت دمنسوبينو له خوا دکابل ښار داتمې ناحيي په مربوطاتو کې ونيول شول .
  دباختراژانس دخبر له مخې په هغې  خبرپاڼه کې چې دملي امنيت درياست له لارې خپره  شوه، عبيد الله ، ضيا الرحمن  ، اجمل او شريف الله هغه ډار اچوونکي دي چې دوسله والو  دډلې له خوا دکابل ولايت  لپاره دمرستيال قاري اسحق په لارښوونه دتروريستي  او يرغليزو بريدونو  دترسره کولو په مقصد  دډيورنډ له فرضي کرښې  اخوا دتيرا په ساحه کې  دپوځي زده کړې په مرکز کې  زده کړې کړ ي دي .
ددغو کسانو  په پټنځي کې ځانمرګي واکست ، پنځه چسپکي  ماينونه يوه اندازه  چاوديدونکي کپسولونه او اووه  موبايلونه چې  په چاودنوکې کارول کيږي  ترلاسه شوي دي .
دغه راز په خبرپاڼه کې طرحه شوې ده  چې نيول  شويوکسانو  په لومړنيو تحقيقاتو کې په کابل ښار کې  ديوشمير ډار اچوونکو بريدونوپه ترسره کولو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته