فرهنګ

لغمان دتاريخ په اوږدو کې سيمينار ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس پيغام .

کابل باختر دلړم اته ويشتمه :
لغمان دتاريخ په اوږدو کې سيمينار ته  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني  پيغام .
د خوشحالى ځاى دى چې د لغمان په تاريخ  باندې نوې رڼا اچول کيږي او د دغه ولايت ماضي را سپړل کيږي. د ماضي سمه او واقعبينانه پيژندنه مو نه يوازې  له خپلو تيرو نسلونو سره وصلوي؛ بلکې د حال د ستونزو په اواري کې راسره مرسته کوي. هيله ده چې په دې علمي غونډه کې دلغمان دتېر تاريخ په باب نوي معلومات را برسيره شي او په دې ډول دملي تاريخ له غنا سره مرسته وشي.د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه کوم چې ددې غونډې بندو بست يې کړى دى.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته