غزنی د زمري ۲۶ باختر
څلوروسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د ۲۰۳ تندرقول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند باخترآزانس ته وویل چې یوشمېروسله والوطالبانوغوښتل د غزني په مرکزآرزوی کلان ساحه کې پرامنیتي پوستې برید وکړي چې د امنیتي ځواکونوله غبرګون سره مخ شول .
مومند زیاته کړه چې په دې پېښه کې د طالبانو د سیمه ییزقوناندان مبارز څلوروسله وال غړي ووژل شول . ختم ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ