امنیت

په لوګر کې دانسان تښتوونکو او دوسله والو غلو ديوې پنځه کسيزې شبکې نيول کيدل

کابل باختر دسلواغې  شپږمه :
دملي امنيت دلوى رياست دخاصو قطعاتو موظفينو په هغو ځانګړو عملياتو کې چې دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار  په مربوطاتو کې ترسره شول دوسله والو غلو او انسان تښتوونکو يوه پنځه کسيزه شبکه ونيوله .
دملي امنيت دلوى رياست ادارې مطبوعاتي دفترنن باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي شفيق الله ، عبدالواحد ، تاج محمد ، هدايت الله اوعبدالخليل  ددغې شبکې غړي دي چې غوښتل يې يو سراف  دپل علم ښار له اريانا مارکيټ څخه وتښتوي چې دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول
له نيول شويو کسانو څخه يو کلاشينکوف درې تومانچې او يوسراچه ډوله کرولا  موتر ترلاسه شوي دي .
  ختم_عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته