ټولنه

په غزني کې د اړو او بې سرپرسته ښځو د اقتصاد د پياوړتيا لپاره هلې ځلې

کابلباختر دچنګاښ ٣١مه
په غزني کې د اړو اوبې سرپرسته ښځو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا لپاره هلې ځلې دوام لري .
مسوولين وايي، چې د مربا او د اچارو د توليد په برخو کې ښځو ته د کار په موندلو سره  هلې ځلې کوي چې د دوى اقتصاد ښه کړي .
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نن په غزني کې په لسګونو اړو اوبې سرپرسته ښځو د مربا او د آچارو وسايل ووېشل شول .
  د غزني د کرنې او اوبولګولو رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل:  په دې پړاو کې  په نږدې سلو ښځو د مربا او آچارو د توليدولو پنځه ويشت قلمه وسايل  ووېشل شول.
  هغه وويل، چې ښځې له دغو وسايلو څخه په استفادې سره کولاى شي  مربا او آچار  توليد کړي اوخپل اقتصاد ښه کړي .
سهميه هغه ښځه ده، چې ميړه يې  په غزني کې په يوه ځانمرګي بريد کې شهيد شوى، هغه  وايي چې د غزني د کرنې او اوبو لګولو رياست په مرسته اوس کولاى شي  مربا توليد کړي او له دې لارې  د خپلو درېيو بچيانو لګښت تامين کړي .
سهميه زياتوي، چې د دوى توليد شوې مربا  په ښه بيه په بازار کې پلورل کېږي.
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته