کابل باختردوري دمياشتې ٣٠
د لوګرولايت د محمدآغې ولسوالۍ د سفيدسنګ د هلکانو د ليسې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګرولايت د پوهنې رييس محمد اکبرستانکزي دباخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه ودانۍ د آسيا د مرکزي موسسې په مالي مرسته د يوسلوڅلويښتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د يو نيم جريبه ځمکې په ساحه کې په يوکال کې جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ اته درسي او څلور اداري خونې، د څښاک د اوبو څاه او نور ضروري
ملحقات لري او په يوه وخت کې څلور سوه تنه زده کوونکي پکې ځاييږي.
د لوګرولايت د پوهنې رييس وايي چې ددغه ولايت په کچه دوه سوه شپږشپيته فعال
ښوونځي شته چې له دې جملې څخه اتيا ښوونځي ودانۍ نه لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ