امنیت

دننګرهارپه خوږیاڼوکی دملي اردوسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد او طالبانوته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

کابل باختر دثور ٣٠مه
وسله والوطالبانوتیره شپه دننګرهارولایت خوږیاڼيو ولسوالی داعلی دندان په سیمه کی دملی اردو یوتن سرتیری کورکلابندکړی وو چی نوموړی سرتیری ورسره غبرګون ښودلی اوجګړه رامنځ ته شوی چی سمدلاسه دسرتیری ملاتړ په موخه د۲۰۱ سیلاب قول اردوڅلورمی پلی لوا لومړي کنډک منسوبان دنوروامنیتی ځواکونوپه همغږۍ  سیمی ته ورغلی اوپه وسله والوطالبانویی دسپکواودرنووسلوبریدونه ترسره کړي چی په ترڅ کی (۷) تنه وسله وال طالبان وژل شوی او(۱۲) تنه نوریی ټپیان شوي دي.
همداراز یی یادسرتیری دوسله والوطالبانوله منګولوآزاد اوپه سیمه کی چاڼیزعملیات ترسره کړی چی په پایله کی یی (۷) تنه شکمن کسان (۲) میله سپکی وسلی (۲)موټرسایکلونه  (۱)کرولاټوموټر نیول شوي دي چی دپلټنوپه موخه به قانونی مرجع ته وسپارل شي.
دیادونی وړده چی دچاڼیزوعملیاتوپه بهير کی دوسایطوضدڅلورماینونه هم کشف اوشنډ شوي دي. پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته