ټولنه

دننګرهار ولايت دسرحدونو اوقومونو درياست نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣ :
د ننګرهار  ولايت د  سرحدونو اوقومونو درياست نوې  ودانۍ  نن  ګټې  اخستنې ته وسپارل شوه .
دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې  دلسو مليونو او سلو زرو افغانيو په لګښت په معياري ډول  جوړه شوې  ده  چې داستوګنې او اداري  دلازمو آسانتياو ترڅنګ شپارلس اداري خونې لري .
دننګرهار ولايت دسرحدونو او قومونو دچارو رييس  دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ددغې ودانۍ  په جوړولو سره به  ددوي اداري ستونزې  لرې شي .
په دغې ودانۍ کې  سرحدي ځوانانو ته دروزنې  څانګې  او ددوي دټولنيزو  او ادبي غونډو لپاره  څانګې په پام کې نيول شوې دي.
دننګرهار والي  عطاالله لودين  وايي  دوي هلې ځلې کوي چې  دخدمتونو دوړاندې کولو دښه والي په خاطر ټولو  دولتي ادارو  ته ودانۍ  جوړې کړي.
په همدې حال کې دسرحدونو او قومونو دوزارت معين  محمد يعقوب احمدزي  چې ددغې ودانۍ  دپرانستلو په مراسمو کې  ګډون کړى و ، وايي  چې دغه وزارت  دافغانستان  سرحدي خلکو ته  ځانګړې پاملرنه  لري .
دده دڅرګندونوله مخې :   دپولو پراختيا  اوپه سرحدي سيمو کې  دوزګارتيا دکچې  کمښت ته پاملرنه   دامنيتي  حالاتو په ښه والي اودخلکو   په اقتصادي ودې مثبته اغيزه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته