کابل باختر د غبرګولې ديرشمه :
دهرات والي په ولسواليوکې د دريمو واحدونو په کچه د ښې حکومتوالۍ د پياوړتيا او د امنيت د تامينولو په لاره کې د ولسوالانو رول وستايه .
د هرات والي محمد آصف رحيمي ددغه ولايت د ولسوالانو او د ولسواليو د جګپوړو مسوولينو په غوڼډه کې د ولسواليو په کچه ښې حکومتوالۍ او په لرو پرتو سيموکې د پرمختيايي پروګرامونو ودې ته پاملرنه يوه جدي اړتيا وبلله .
د هرات والي پرون په دې غونډه کې چې ددغه ولايت ديوشمېر مسوولينوپه ګډون جوړه شوې وه، دولسواليو په کچه د دولت او خيريه موسسو د پرمختيايي پروژو د اجرا کولو لپاره د زمينې دبرابرولو دپروګرامونو دپياوړتيا غوښتنه وکړه.
رحيمي ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې دچارو د ښه والي په خاطر دې د ځوان نسل له ظرفيتونو څخه استفاده وکړي او د ولسواليو په کچه يې د طالبانو او دنورو ډار اچوونکو ډلو د فعاليتونو مخه ونيسي .
د هرات ولايت ولسوالانو دغه راز د ولسواليو په کچه له اوربند څخه د خلکو د هرکلي په ګډون د ورستيو پرمختياوو په باب معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې له اوربند څخه د خلکو هرکلى له تروريستي ډلو او طالبانو څخه دملاتړ په مانا نه ده ، بلکې له جګړې او ورور وژنې څخه د خلکو د کرکې ښکارندوى دى.
په دې غونډه کې د هرات والي، د ګذرې ولسوال انجنير شيرآقا سروري ته د ستاين ليک په ورکولو سره د ده هلې ځلې وستايلې .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل