کابل باختردتلې د مياشتې ٢٢ :
په پروان ولايت کې درې ښځې په راکټي بريدکې ټپيانې شوې .
دغه پيښه تېره شپه د چاريکارو ښار په تتمدرې ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو توغندى د استوګنې په يوه کور ولګيد.
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدزمان مموزي باختر آژانس ته وويل چې په دې راکټي بريدکې درې ښځې ټپيانې شوې .
ده وويل؛ دغه توغندى د غلو له خوا د نفتي توکو په ټانکرونو د بريد په مقصد توغول شوى و.
په همدې حال کې د چاريکارو ښار په مرکزي روغتون کې ډاکترانو د دغې پيښې د ټپيانو روغتيايي ښه بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ