Uncategorized

درې طالبان په نیمروز کې ووژل شول

کابل / د زمري٢مه / باختر
په نیمروز کې درې وسله وال طالبان تېره شپه له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د نیمروز د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه طالبان د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
خبرځای زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې دغه راز ۴ طالبان ټپیان شول او د هغوی یو موټر، دوه موټرسایکلونه او جنګي وسایل له منځه یوړل شول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته