سیاست

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين له خپل ايراني سيال سره وکتل .

کابل باختر  دمرغومي ١٦
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  ادريس  زمان دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت له معين سيد عباس  عراقچي سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دغه کتنه له زمان سره  دمهمو دوه اړخيزو موضوعګانو په باب دخبرو لپاره ديوه جګپوړي ايراني هيئت دسفر په ترڅ کې وشوه .
په دې کتنه کې دواړو لورو دپنځو ګډو کميټو په فعاليتونو او دغه راز دسولې په بهير او ددوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا کې دپرمختګونو دڅرنګوالي  په باب خبرې  وشوې او په  پرمختللو سياسي سلااومشورو  ټينګار وکړ .
ددواړولورو دملګرو هيئتونو  دغونډې برخه والو ته دبېلابېلو کميټو په چوکاټ کې داړوندو فعاليتونو په برخه کې  دپرمختګونو په باب معلومات وړاندې کړل
عراقچي خپل افغاني سيال ته ډاډ ورکړ چې ايران داوبو دموضوع په باب چې په يوه جلا کميټه کې  په دې اړوند کار کېږي خپل کار نږدې پاى ته  رسولى دى .
دهېواد دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين څرګنده کړه چې(( داوبو مسئله  دشخړې وړ يوه موضوع نه  بلکې دهمکارۍ يوه ساحه)) ده .
دواړو لورو دغه راز موافقه وکړه چې په نږدې  راتلوونکي کې داقتصادي همکاريو اودترانزيت ګډه کميټه جوړه کړي  ، ددواړو لورو ترمنځ خبرو کې دغه راز دسولې په بهير ،دهغه په برخه کې  دپرمختګونو  څرنګوالي اودغه راز دسولې دلارې په نقشې پورې اړوند موضوعګانې  چې دهېواد جمهور رييس دجنوا په کنفرانس کې  وړاندې کړه شامليده .
دغه راز دواړو لورو  دافغانانو په رهبرى  او مالکيت سولې دبهير په اهميت باندې ټينګار وکړ .
دافغانستان  او ايران ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې دجلاګډو کاري  کميټو له خوا دامنيت او دفاع ، اقتصاد او ترانزيت  ، فرهنګ ، او بو اودمهاجرينو تر عنوانونو لاندې تر غور لاندې نيول کېږي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته