سیاستخبرونهټولنهTOP

اسلامي امارت د حجاب په تړاو تازه حکم صادر کړ

کابل، غوايي۱۷ مه، باختر

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اوریدو وزارت نن د حجاب په تړاو هغه طرحه رسنیزه کړه چې د امیر المومنین له لورې تایید او تطبیق امر یې ورکړل شوی دی.

په دغې طرحه کې هر هغه جامه چې د ښځو بدن يې پوشلی وي حجاب ګڼل شوی، خو په دې شرط چې دومره به تنګه نه وي چې د بدن د غړو نماینده ګي وکړي او نه به هم دومره نرۍ وي چې بدن يې ترې ښکاره شي.

په طرحه کې چادري(بورقه) د افغانانو لرغونی فرهنګی لباس او غوره حجاب ګڼل شوی ده.

د ښځو د حجاب په هکله د حکومت د دې طرحې له مخې به په لومړۍ مرحله کې د تشویق او ترغیب په موخه د رسنیو، او خطیبانو له لورې د حجاب د حکم، اهمیت، ګټو او همدا رنګه د بې حجابۍ په زیانونو خبرې او عامه پوهای تر سره کېږي.

په دویمه مرحله کې به د بې حجابه ښځې کور په نښه او د هغې ولي ته به توصیه او تنبیه کېږي.

د بې حجابۍ د تکرار په صورت کې به د نوموړې ولي اړونده ریاست ته احضار، او په ورستۍ مرحله کې به د سزا په موخه محکمې ته ورپېژندل کېږي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړ چې د یادې طرحې له مخې به د اسلامي امارت اړوند د ټولو ارګانونو هغه ښځينه کارمندانې  له دندو ګوښه کړای شي چې حجاب نه مراعت کوي او همدارنګه به د هغو نارینه کارکوونکو دندې هم وځنډول شي چې د کورنۍ ښځې يې بې حجابه وي.

هیره دې نه وي چې د حجاب په تړاو د اسلامي امارت له لورې جوړه شوې طرحه د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اوریدو وزارت له لورې تطبیق کېږي او ستره محکمه، د حج او اوقافو، پوهنې، کورنیو چارو وزارتونه او د استخباراتو لوی ریاست  به ورسره همکار وي.

عبدالمتین افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته